د دید خبري اژانس: د نويو شمېرو له مخې، د ترکیې د ګرځندوی صنعت عواید، د انفلاسیون او د سفر د لګښتونو د زیاتوالي سره هممهاله، کم شوي دي، او د بهرنیو سیلانیانو شمېر هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله راټیټ شوی دی.

لوړو لګښتونو سیلانیان له ترکیې څخه لرې کړل
د وروستیو خپرو شویو احصایو له مخې، د کال په دویمه ربع کې د ترکیې د ګرځندوی عاید شاوخوا ۱۵.۹ ملیارد ډالرو ته رسیدلی، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله کمښت درلودلې دي، او د راتلونکو سیلانیانو شمیر هم د ۵.۱ سلنې څخه شاوخوا ۱۵.۶ ملیون ته راټیټ شوی.
کارپوهان د استوګنې د بیو زیاتوالی، د خوړو انفلاسیون او د نورو سیاحتي ځایونو په پرتله د ترکیې د سیالۍ ګټې کې کمښت د دې بهیر ترټولو مهم عوامل بولي.