د دید خبري اژانس: د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ اعلان وکړ چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي آسیا د عمومي رییس جهاد ارګینای سره د لیدنې پر مهال یې د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې، د سیمې د امنیت او ثبات په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

شیاویونګ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په انقره کې غونډه په رغنده فضا کې ترسره شوه او دواړو خواوو د افغانستان د بیارغونې او د سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا په اړه د همکارۍ په اړه بحث وکړ.
دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې چین او ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په دوامداره سیمه ییزه همکارۍ، اقتصادي پراختیا او په افغانستان کې د ثبات ملاتړ ټینګار کړی دی.