په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د تیتیپی برید لسګونه کسان ووژل
د دید خبري اژانس: د خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د تحریک طالبان پاکستان ځواکونو له برید وروسته لږ تر لږه ۱۱ پولیس ووژل شول، ۳۱ ټپیان شول او ۱۸ نور بندیان شول.

سیمه ییزو سرچینو اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان ځواکونو د خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ په خزینه بند سیمه کې د پولیسو پر مرکز برید وکړ.
د دې سرچینو په وینا، د پولیسو ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته څو ساعته دوام وکړ، چې په پایله کې یې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په برید کې ۱۱ پاکستاني پولیس ووژل شول او لږ تر لږه ۳۱ نور ټپیان شول.
همدارنګه، د پولیسو د مرکز له سقوط وروسته د تحریک طالبان پاکستان ځواکونو ۱۸ پولیس افسران بندیان کړل.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې بریدګرو له نښتې وروسته په مرکز کې تجهیزات او وسلې هم له ځان سره وړې دي.
تر اوسه پورې، پاکستاني چارواکو د نیول شویو سرتیرو د حالت یا د هغوی د خوشې کولو لپاره د ممکنه عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.