د دید خبري اژانس: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وايي چې د جلال آباد ښار د سره دیوال په سیمه کې د تیرو جګړو څخه پاتې شوي ګولۍ د چاودنې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د جګړې څخه د پاتې شوي مهمات چاودنه؛ یو ماشوم وژل شوی او یو ماشوم ټپي شوی
د قوماندانۍ په وینا، دا پیښه هغه وخت رامینځته شوه کله چې د بختیار په نوم یو ۱۱ کلن ماشوم د څارویو څرولو پرمهال یو نا چاودلی ګولۍ وموندله او ورسره یې لوبې کولې.
سرچینې زیاته کړه چې ټپي ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی او د هغه روغتیایی حالت د قناعت وړ ښودل شوی دی.
چارواکو له خلکو څخه غوښتي چې که نا چاودلي مهمات او توکي وویني نو ورته نږدې نه شي او د تلفاتو مخنیوي لپاره دې موضوع مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.