افغانستانامنیت او حوادثخبر

وسله والو کسانو په زرنج ښار کې یو قومي مشر او د هغه وراره ووژل

د دید خبري اژانس: د نیمروز د پولیسو قومانداني وايي چې نامعلومو وسله والو کسانو د ولایت د مرکز زرنج ښار په «سرک شصت» سیمه کې پر څلورو کسانو ډزې وکړې چې له امله یې د قومي مشر عبدالخالق نورزي او د هغه د وراره په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

وسله والو کسانو په زرنج ښار کې یو قومي مشر او د هغه د وراره ووژل
د سرچینې په وینا، دا پیښه پرون (دوشنبه، د اسد ۵مه) رامنځته شوه او د هغې د لامل او انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.

دا په داسې وخت کې راځي چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ناامنۍ پیښې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button