د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو په مزار شریف ښار کې یو ۴۴ کلن امریکایی تبعه د عیسویت او تبلیغي فعالیتونو د ترویج په تور ونیول.

په بلخ کې یو امریکایی تبعه ونیول شو
په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیتي ځواکونو یو امریکایی تبعه د اسلامي عقایدو پر خلاف د عمل کولو او عیسویت د ترویج په تور ونیول. د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونه د مزار شریف په ښار کې د یو ۴۴ کلن امریکایی تبعه “ټاډ ادام بیکر” د استوګني ځاي ته ننوتل، هغه یې ونیو او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.
تر اوسه پورې، د بلخ ولایت رسمي چارواکو او د طالبانو ویاندانو د دې امریکایی تبعه د اوسني وضعیت او ځای په اړه په رسمي ډول تبصره نه ده کړې.
ځایی سرچینو څرګنده کړه چې “بیکر” د تیرو لسو کلونو راهیسې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو تر پوښښ لاندې د افغانستان په شمال کې میشت وه، مګر د دې کړنو تر پوښښ لاندې، هغه د عیسوي تبلیغاتو او تبلیغاتي پروګرامونه تعقیبول.