افغانستانخبر

د کابل-کندهار په لویه لاره کې په ترافیکي پیښه کې ۳ کسان مړه او ټپیان شول

د دید خبري اژانس: د کابل-کندهار په لویه لاره کې په ترافیکي پیښه کې دوه کسان مړه او یو ټپي شو.

د کابل-کندهار په لویه لاره کې په ترافیکي پیښه کې ۳ کسان مړه او ټپیان شول
یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې دا پیښه تیره شپه د کابل-کندهار په لویه لاره د زابل ولایت د جلدک په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو لوکس موټر له یوې ټریلر سره ټکر وکړ.

د سرچینې په وینا، د پیښې قربانیان په عمده توګه د هلمند ولایت اوسیدونکي وو.

په افغانستان کې ورته پیښې اکثره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او خرابو سړکونو له امله رامنځته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button