د دید خبري اژانس: صهیونیسټ مېشت کسانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طولکرم او نابلس په جنوب کې دوه جوماتونه وسوځول.

تیره شپه د اشغال شوي لویدیځې غاړې په سپیڅلو ځایونو د بریدونو یوه نوې څپه د صهیونیسټانو لخوا د یو نوي جرم سره مل وه.
د رسنیو د راپورونو له مخې، اشغالګرو مېشت کسانو د طولکرم په جنوب کې د “کور” په کلي برید وکړ او د کلي جومات ته یې اور واچاوه.
دا عمل په داسي وقت کې وشوه چې څو ساعته مخکې له دې د نابلس په جنوب کې د “قصره” په ښار کې یو بل جومات هم د ورته برید هدف وګرځید.
د “کور” په کلي کې په جومات کې د اور لګیدو سره، په یوه شپه کې د صهیونیسټانو لخوا د سوځول شویو جوماتونو شمیر دوه ته ورسید.