افغانستانخبرخبرې اترې

په کندهار کې د جنوبي سیمې د لوړ پوړو طالبانو د چارواکو غونډه وشوه

د دید خبري اژانس: د کندهار د والي او د نورو ولایتونو د ځینو لوړ پوړو حکومتي او امنیتي چارواکو ترمنځ غونډه وشوه. په دې غونډه کې د طالبانو د رهبر د امرونو د پلي کولو په اړه بحث وشو.

د جنوبي سیمې د لوړ پوړو طالبانو د چارواکو غونډه په کندهار کې وشوه
د کندهار د ولایتي ادارې له خوا نن (جمعه، د اسد ۲مه) د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا غونډه د کندهار د طالبانو د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ وشوه او په کې د کندهار، زابل، ارزګان او دایکندي ولایتونو والیانو، امنیتي قوماندانانو، د قول اردوګانو قوماندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د پوځي محکمو رئیسانو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د طالبانو د رهبر د امرونو د پلي کولو، د ښه امنیت د تامین، د ځمکو د غصب مخنیوي، د کښت، قاچاق، د مخدره توکو د پیرود او پلور مخنیوي، سوالګرۍ مخنیوي او د امنیتي او تصفیوي کمېسیونونو پورې اړوند مسلو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې د نرخونو کنټرول، خلکو ته د مرستې رسولو، په ښارونو او ولسوالیو کې د پوهنې پیاوړتیا، له خلکو سره د اړیکو ښه کولو، د امنیتي او ملکي چارواکو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي او د طالبانو په ګټه د خلکو په منځ کې د مثبت ذهنیت رامینځته کولو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې یو شمېر پریکړې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button