افغانستانخبرسپورتسیمه

پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزه نه ده ورکړې

د دید خبري اژانس: د پاکستان له لوري د ویزو نه ورکول د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په آسیايي سیالیو کې د ګډون مخه نیولې ده.

پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزه نه ده ورکړې
پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هغو غړو ته چې ټاکل شوې وه په اسلام اباد کې د آسیا په سیالیو کې ګډون وکړي، ویزې نه دي ورکړي، له همدې امله دغه لوبډله په سیالیو کې له ګډون څخه پاتې شوه.

دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې پاکستان په وروستیو کلونو کې د افغانانو پر راتګ پراخ بندیزونه لګولي او په ورته وخت کې یې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ هم چټکه کړې ده.

د دې موضوع په غبرګون کې طالبانو اعلان وکړ چې د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې د ګډون د مخنیوي له امله به له نړیوالو ورزشي بنسټونو ته شکایت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button