د دید خبري اژانس: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې سیمه ییزو چارواکو د ۱۶ ملیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د دوو ساختماني پروژو د جوړولو اعلان وکړ.

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د دوو ساختماني پروژو کار پیل شو
په دې پروژو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د ۱۱.۵ ملیون افغانیو په لګښت د ۲۵۰ متره اوږد اوبو کانال جوړول او همدارنګه د ګرشک ښاروالۍ لخوا د نږدې ۴.۹ ملیون افغانیو په لګښت د ۴۰۰۰ متره اوبو ویالو جوړول شامل دي.
چارواکي وايي چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د اوبو مدیریت ښه شي، د کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو مخه به ونیول شي او د سیمې اوسیدونکو ته به د ښاري خدماتو او ټرانسپورټ په برخه کې ډیرې اسانتیاوې برابرې شي.