د دید خبري اژانس: پاکستاني چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پوليسو د بې ويزو کډوالو د نيولو لپاره په پراخه کچه عمليات پيل کړي او په ورته وخت کې پېښور ته څېرمه په متني سيمه کې د افغان اتباعو يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، لسګونه کورنۍ اړ شوې چې له افغان پولې راواوړي او نورې یې د نیولو له مخنوي لپاره په خپلو کورونو کې پټې شوي.
د متني اوسېدونکي نجيب الرحمن وويل، چې د کور د ورانېدو پر مهال يې د پلار د درملو او د ماشومانو د ښوونځي د اسنادو د ويستلو وخت نه درلود. د دې سيمې يو بل اوسېدونکى احمد ملا هم وايي، چې پوليسو پرته د خلکو د مالي وضعيت او ستونزو په پام کې نيولو سره د سيمې پر پرېښودو ټينګار کړى دى.
په پېښور کې د پولیسو یوه لوړ پوري چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د غیر اسنادو افغان مهاجرینو په وړاندې پراخ عملیات د جولای په لسمه پیل شوي او اوس هم دوام لري. د هغه په وينا، د دې عملياتو له پيل مخکې په ټول ولايت کې د افغانانو د استوګنې ځايونه په نښه شوي وو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالو د راستنېدو د پروګرام له پیل راهیسې څه باندې ۲.۳ میلیونه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. ځینې یې په پاکستان کې له لسیزو راهیسې ژوند کوي او نورو یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په هغه هېواد کې پناه اخیستې وه.