د دید خبري اژانس: د لاهور ښار پولیسو د دغه ښار په یو شمېر سیمو کې د غیر قانوني بهرنیانو پر ضد د عملیاتو په دوام ۱۲۱ تنه افغانان نیولي دي.

د لاهور د پولیسو د ویاند په وینا، د نیول شویو کسانو اسناد په دقیق ډول کتل شوي او د قانوني دریځ له تایید وروسته ۲۸ افغانان خوشي شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ۹۳ افغان اتباع چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، د قانوني چلند لپاره د “تهوکر نیاز بیګ” توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.
د لاهور د عملياتو مرستيال جنرل فيصل کامران وويل چې دغه عمليات د قانون سره سم او له کوم تبعيض پرته دوام لري.
دا اقدام له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د نیولو او ویستلو د بهیر په دوام کې شوی دی.