د دید خبري اژانس: د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف به هم په دې سفر کې ورسره ملګری وي.

ټاکل شوې ده چې شهباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وګوري او د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله د قطر له امیر، شاهي کورنۍ او د هیواد له خلکو سره د حکومت خواخوږي څرګنده کړي.
د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاء الله تارار هم د ملګري پلاوي برخه دي.