افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، نوي ډیلي ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزیر پبیترا مارګریتا سره ولیدل، او دواړو خواوو د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت د یوې اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، دواړو خواوو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او اړوندو صنعتونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د کرنې وزارت زیاته کړه چې د خبرو اترو تمرکز د تولیدي ظرفیتونو لوړول، د ګډو بازارونو پراختیا، د تخنیکي تجربو تبادله او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا وه.

عطاالله عمري د سې شنبې په ورځ نوي ډیلي ته ورسید او دا غونډه د هند سره د طالبانو د کرنیزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د هغه د رسمي پلانونو یوه برخه بلل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button