امنیت او حوادثخبرنړۍ
د امریکا د خپلواکۍ خونړۍ ورځ؛ ۱۰۰ تنه مړه او ۳۴۰ ټپیان
د دید خبري اژانس: غیر انتفاعي سازمان “د ټوپک تاوتریخوالي آرشیف” اعلان وکړ چې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د دریو ورځو د مراسمو په جریان کې په ډزو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د خپلواکۍ خونړۍ ورځ؛ ۱۰۰ تنه مړه او ۳۴۰ ټپیان
دغه سازمان د “ایکس” ټولنیزې شبکې په پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي: “سږ کال د جولای د څلورمې رخصتۍ د ډله ییزو ډزو نږدې لوړ ریکارډ سره مل وه. په دې دریو ورځو کې، ۲۰ ډله ییزې ډزې ثبت شوې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې بې ساري دي. په ټولیز ډول، ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۴۰ ټپیان شوي دي.”
د ټوپک تاوتریخوالي آرشیف هم ټینګار وکړ چې دا شمیره ابتدايي ده او ممکن د تحقیقاتو بشپړیدو سره بدلون ومومي.