افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

افغانستان د جنسیتي تبعیض له پلوه تر ټولو بد هیواد دی

ډيډ خبري اژانس: نړيوال اقتصادي فورم په خپله نوې ارزونه کې افغانستان د جنډر د برابرۍ په لست کې بدترین ځاى نيولى دى.

افغانستان د جنسیتي تبعیض له پلوه تر ټولو بد هیواد دی

نړیوال اقتصادي فورم د ۱۴۶ هېوادونو ارزونې په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د جنسیتي تبعیض او ښځو ته د مساوي فرصتونو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
په دې نوملړ کې ۵ هېوادونه لکه آیسلنډ، فنلنډ، ناروې، نیوزیلنډ او سویډن د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره هېوادونه نومول شوي دي.
د دغه سازمان له خوا د ۱۴۶ هېوادونو په ارزول شوي نوملړ کې افغانستان، پاکستان، کانګو، ایران او چاد په ترتیب سره د ښځو لپاره د برابرۍ او فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې تر ټولو بد هېوادونه دي.
په دغه راپور کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو او د برابرۍ په برخه کې د پرمختګونو په لړ کې د لسو غوره هېوادونو په نوملړ کې د افریقا د روانډا او نمیبیا او د لاتینې امریکا د نیکاراګوا نومونه یاد شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ افغانستان د ټولو شاخصونو لکه روغتیا، ښوونې او روزنې او د ښځو لپاره د کار په برخه کې له نورو هېوادونو وروسته پاتې دی.
د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو د حکومت له رانسکورېدو وروسته څه باندې درې سوه ورځې کېږي، چې تر شپږم ټولګي پورې پر نجونو ښوونځيو ته د تګ بنديز لګول شوى، مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي او پردو يې اجباري حجاب لګول شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا