اسلایدشوافغانستانخبرماشومان

ماشومان د قربانیانو په سر کې؛ په افغانستان کې د ماینونو په اړه د ملګري ملتونه خبرداری

د دید خبري اژانس: ملګري ملتونه وايي چې ناچاوده توکي هره میاشت په افغانستان کې لسګونه کسان وژني، او ماشومان تر ټولو ډیر اغیزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په اوسط ډول، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

سازمان ویلي چې شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي، دا هغه مسله ده چې د جګړې د پاتې شونو له امله ککړو سیمو کې د ملکي وګړو خورا زیانمنونکي حالت په ګوته کوي.

اوچا د ماینونو له امله رامینځته شوي دوامداره پراخه خطرونو او د سیمه ایزو ټولنو ترمنځ د پاکولو عملیاتو او پوهاوي لوړولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button