د کډوالو شورا: افغانستان ته بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي
د دید خبري اژانس: د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال تر لومړۍ نیمایي پورې، د نړۍ د ۱۴۳ ملیون اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې ۳۰ سلنه چمتو شوي، چې په پایله کې یې ملیونونه خلک له بشري بحرانونو سره مخ دي.

د کډوالو شورا: د افغانستان سره بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اګلند وویل: که نړۍ خپل لاره بدله نه کړي، موږ به د ژوند لوی زیان ووینو.
افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د سازمان د هېر شویو بحرانونو په لیست کې شامل شوی دی. د سازمان په وینا، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې شپږمه برخه چمتو شوې ده، پداسې حال کې چې ۲۱.۹ ملیون خلک مرستې ته اړتیا لري.
یان اګلند زیاته کړه: “د مرستو کمښت په ملیونونو افغان کورنۍ له خورا اساسي خدماتو او حیاتي مرستو څخه بې برخې کړې دي.”
مومنه، چې د ننګرهار ولایت څخه یوه ۴۵ کلنه مور ده، وویل: “بشردوستانه مرستې تقریبا بندې شوې دي او زما میړه ډیری ورځې کار نه لري.”
د ناروې د کډوالو شورا په مرسته کونکو هیوادونو غږ کړی چې بشري مرستې د خلکو اړتیاوو پر بنسټ وویشي، نه د سیاسي ملاحظاتو پر بنسټ.