طالبانو په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو د هوايي بریدونو ادعا کړې
د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې هوايي ځواکونو د سې شنبې په ماښام د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونو کې د داعش او د طالبانو د مخالفینو مرکزونه په نښه کړي دي.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا مرکزونه د افغانستان دننه د ویجاړونکو فعالیتونو پلان کولو او بریدونو تنظیمولو لپاره کارول شوي وو.
طالبانو ادعا کړې چې یو برید د بلوچستان ولایت د پشین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې یو ګډ مرکز په نښه کړی دی. د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا، دوه نور بریدونه د خیبر پښتونخوا په قنبرخیل سیمه کې د داعش پر مرکز او د چترال د شاه سلیم درې په ګرم چشمه سیمه کې د یو بل ګډ مرکز په وړاندې ترسره شوي دي.
وزارت ادعا کړې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، دې بریدونو د داعش غړو او د طالبانو مخالفینو ته درانه تلفات او پراخ مالي زیانونه اړولي دي. طالبانو دا هم ټینګار کړی چې عملیات هیڅ ملکي تلفات نه دي اړولي.
دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو وروسته زیات شوی دی.