اسلایدشوافغانستانخبر

نړیوال سره صلیب د افغانستان په ختیځ کې زیانمنو روغتونونو ته بیړنۍ مرستې ورسولې

د دید خبري اژانس: د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو وروسته یې د پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو روغتونونو ته بیړنۍ طبي مرستې لیږلي دي.

د سازمان په وینا، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار روغتونونو، د سمکنی ولسوالۍ روغتیایی مرکزونو او یو شمیر نورو طبي مرکزونو ته بیړنۍ طبي تجهیزات او توکي ویشل شوي دي ترڅو د ټپیانو درملنه وکړي.

دا مرسته د یکشنبې په شپه د پکتیا ولایت د سمکنی ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ او د کنړ ولایت د مڼوګي ولسوالۍ په ځینو برخو د پاکستاني هوایي بریدونو وروسته وشوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې بریدونو د وسله والو ډلو مرکزونه په نښه کړي، خو د طالبانو حکومتي چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د استوګنې سیمې په نښه شوې او درنه ملکي مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button