اسلایدشوافغانستانخبر

آریانا افغان استانبول او جدې ته خپلې الوتنې زیاتوي

د دید خبري اژانس: کابل ته د بوینګ ۷۶۷-۲۰۰ الوتکې په رسیدو سره، آریانا افغان هوايي شرکت د خپل نړیوال الوتنې ظرفیت لوړولو لپاره یو نوی ګام پورته کړی دی.

آریانا افغان استانبول او جدې ته خپلې الوتنې زیاتوي
اریانا افغان اعلان وکړ چې د شرکت بیړۍ ته بوینګ ۷۶۷-۲۰۰ الوتکه اضافه شوې ده.

دا الوتکه د شپږو میاشتو لپاره د چارټر په توګه آریانا شرکت سره دي او د نن ورځې څخه به د کابل-استانبول او کابل-جده په لارو کې فعالیت وکړي.

د شرکت چارواکو ویلي چې د دې الوتکې کارولو هدف د سفر لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ځواب ویل او د مسافرینو خدماتو ښه کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button