د دید خبري اژانس: د نوي پریکړه لیک له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو ته دنده ورکړل شوې چې د اعتبار وړ اسنادو پرته افغانان وپیژني او ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ولایتي حکومتونو، ځانګړو زونونو او د اسلام آباد ادارې ته یوه رسمي خبرتیا خپره کړې، چې دوی ته یې امر کړی چې د قانوني اسنادو پرته د افغان اتباعو د پیژندلو، نیولو او شړلو پروسه ګړندۍ کړي.
د دې حکم له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې نیټې څخه، هر هغه افغان وګړی چې د اعتبار وړ ویزې پرته د پاکستان په خاوره کې شتون لري سمدلاسه به ونیول شي.
خبرتیا ټینګار کوي چې ټول مسؤل ادارې مکلفې دي چې د “غیر قانوني بهرنيانو د راستنیدو پلان” (IFRP) په بشپړ جديت سره پلي کړي.
له ولایتي چارواکو څخه هم غوښتل شوي چې د جولای له ۱۱مې نیټې څخه د کورنیو چارو وزارت ته د نیول شویو کسانو، د قانون پلي کونکو عملیاتو او د کډوالو د شړلو د پروسې ورځني راپورونه وسپاري.
د پریکړې له مخې، د هغو کسانو قضیې چې ویزې یې پای ته رسیدلي دي هم به په نویو اقداماتو کې شاملې شي، او سیمه ایزو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د دې خلکو د بیرته راستنیدو او شړلو پروسه ګړندۍ کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې حکم پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی او له ټولو امنیتي او قانون پلي کونکو ادارو څخه یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې ده.