د هند د سوداګرو شل کسیز پلاوی به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي
د دید خبري اژانس:د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی، چې ډېر ژر به د ۲۰ هندي سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی د پانګونې د فرصتونو د لټولو او اقتصادي همکاریو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د هند د سوداګرو شل کسیز پلاوی به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د خبرپاڼې له مخې، د دې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس او غړو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو پانګونو پر زیاتوالي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې هاشمي د افغانستان او هند ترمنځ تاريخي او دوستانه اړيکې د اقتصادي همکاريو بنسټ وباله او د هند د صنايعو، ټکنالوژۍ او توليداتو ترڅنګ يې د کرنې، کانونو، غاليو، لاسي صنايعو، زعفرانو او قيمتي ډبرو په برخو کې د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.
هغه همدارنګه له دوديزې سوداګرۍ څخه بهر د همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه چې په کې ګډې پروژې، د تکنالوژۍ لېږد او د کاري ځواک روزنه شامله وي.