افغانستانخبر

طالبانو د بلخ په ټولو دفترونو کې د څیرک ټیلیفونونه پر کارولو بندیز ولګاوه

د دید خبري اژانس: د بلخ والي اعلان کړی چې د دغې ډلې د سترې محکمې د نظامي مرستیال د مکتوب له مخې، د دغه ولایت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د څیرک ټیلیفونونه کارول په بشپړ ډول منع دي.

طالبانو د بلخ په ټولو دفترونو کې د څیرک ټیلیفونونه پر کارولو بندیز ولګاوه
په بلخ ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دغه ولایت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د څیرک ټیلیفونونه کارول منع شوي دي. محمد یوسف وفا د بلخ والي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پرېکړه د دې ډلې د سترې محکمې د نظامي مرستیال د مکتوب پر بنسټ شوې او د جوزا میاشتې له ۲۵مې عملي شوي.

د دغه فرمان له مخې به د طالبانو تر کنټرول لاندې د دفترونو کارکوونکي په کاري ساعتونو کې د څیرک ټیلیفونونه کارولو اجازه نه لري. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بنديز کې ټولې ملکي او نظامي څانګې شاملې دي او کارکوونکي مکلف دي، چې په دفتر کې د دې وسايلو له کارولو ډډه وکړي.

طالب چارواکو د دې پرېکړې له اعلان سره سم، د دغه بندیز د لګولو د لاملونو او د هغې د تطبیق د څارنې میکانیزم په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا اقدام د طالبانو په اداره کې د مخابراتي وسایلو او ټکنالوژۍ ته د دولتي کارکوونکو د لاسرسي پر محدودیتونو د زیاتوالي د بهیر په دوام کې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button