افغانستانخبر

د طالبانو د مشرتابه او د بدخشان د قوماندان تر منځ سخت کړکېچ

د دید خبری اژانس: راپورونه ښیی چې د طالبانو د حکومت د رهبرۍ او په بدخشان کې د دغې ډلې یو له بانفوذه قوماندان ملا جمعه خان فاتح ترمنځ اختلافات نازک پړاو ته رسیدلی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د هغه او د طالبانو د حکومت د جګپوړو چارواکو تر منځ څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې او له هغه وروسته د هبت الله اخندزاده له خوا حکم صادر شو.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، جمعه خان فاتح له زابل څخه تر راستنېدو وروسته د مشرتابه له ځينو حکمونو سرغړونه وکړه او سخت دريځ يې خپل کړ. په ورته وخت کې ویل کېږي چې د طالبانو حکومت د هغه د احتمالي نیولو لپاره بدخشان ته ځانګړي ځواکونه استولي دي.

له بلې خوا ویل کیږي چې دغه قومندان هم د احتمالي جګړې لپاره خپل ځواکونه سمبالوي. هغه مسله چې د طالبانو د داخلي اختلافاتو د زیاتیدو په اړه یې اندیښنې زیاتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button