د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی مرستیال ځانګړی استازی برونو لمارکیس نن (د جوزا ۲۶) کابل ته ورسید او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ.

رونو لمارکیس، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی مرستیال ځانګړی استازی
د یوناما د اعلان له مخې، لمارکیس به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي، د استوګنې همغږي کوونکي او بشري همغږۍ کوونکي په توګه دنده ترسره کړي، او په ټول افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د ادارو، فنډونو او پروګرامونو د کار د څارنې مسؤلیت ولري. هغه په دې مقام کې د ایندریکا راتواټه ځای ناستی کیږي.
د هغه د ماموریت پیل یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په متفقه توګه د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر میاشتې پورې وغځاوه. شورا په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ، د پراختیا ملاتړ او د بشري حقونو د وضعیت د څارنې په برخه کې د یوناما رول بیا تایید کړ.
په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي سکتورونو کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي چارواکي په توګه، لمارکیس به د یوناما د پراختیایي سکتور مشري په داسې وخت کې وکړي چې افغانستان لاهم له اقتصادي ننګونو، پراخې بې وزلۍ او مخ په زیاتیدونکي بشري اړتیاوو سره مخ دی، او په نړیوالو مرستو پورې تړلی دی.
یوناما وویل چې برونو لمارکیس د ملګرو ملتونو په سیسټم کې له دریو لسیزو څخه ډیر تجربه لري. هغه مخکې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت د مرستیال ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، چیرې چې هغه د استوګنې همغږي کوونکي او بشري همغږي کوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې.
د لمارکیس کاري تجربه کې په سومالیا، هایټي، فلسطیني سیمو او کمبوډیا کې ساحوي ماموریتونه هم شامل دي.