امنیت او حوادثخبرنړۍ
اسراییل په لبنان کې د سوریې د کډوالو د یوې کورنۍ ۹ غړي ووژل
د دید خبري اژانس: د لبنان په سویلي عدلون ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ ماشومان په ګډون نهه سوریایي کډوال ووژل شول.

د راپورونو له مخې، برید هغه کور په نښه کړ چې ملکي وګړي پکې اوسېدل. د لبنان د روغتیا وزارت تایید کړه چې له کنډوالو څخه ترلاسه شوي جسدونه د سوریې د یوې کورنۍ غړي دي.
په ورته وخت کې، د لبناني سرچینو په وینا، اسراییل د اپریل له ۱۷مې راهیسې د اوربند سره سره د لبنان په خاوره کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. اوربند په دې وروستیو کې د امریکا په منځګړیتوب سره د می له ۱۷مې څخه د ۴۵ نورو ورځو لپاره وغځول شو.