په پاکستان کې د اورګاډي په خونړۍ چاودنه کې د مړو شمېر ۴۷ ته ورسېد
د دید خبري اژانس: د پاکستان مرستندویه سرچینو اعلان وکړ چې د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې په یوه مسافر وړونکي اورګاډي کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان دي.

شینهوا د مرستندویه چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټپیانو په منځ کې شاوخوا ۲۰ سرتیري هم شامل دي. د چارواکو په وینا، چاودنه د یوه ځانمرګي بریدګر لخوا ترسره شوې ده.
پیښه د “چمن پټک” په سیمه کې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو مسافر وړونکی اورګاډی له سیمې څخه تیریده. د چاودنې له امله د اورګاډي درې ډبې له پټلۍ څخه لرې شو او دوه نور یې ونړېدل. د پیښې ځای ته نږدې څو ودانۍ او یو شمیر ولاړ موټرونه هم زیانمن شول.
د پاکستان آبزرور ورځپاڼې مخکې د مړو شمېر ۲۴ او د ټپیانو شمېر له ۵۰ څخه زیات اعلان کړی و، خو نوي ارقام د تلفاتو زیاتوالی ښیي.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ، چې د پاکستان حکومت لخوا منع شوې ډله ده، د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د ژغورنې عملیات او د پیښې په اړه تحقیقات روان دي او احتمال لري چې د مړو شمیر لوړ شي.