د دید خبري اژانس: د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۲۵۰ بزګرانو ته د غنمو د راټولولو ماشینونه او ترپالونه په ګډون کرنیزې وسایل وویشل.

په بلخ کې ۲۵۰ بزګرانو ته کرنیزې مرستې ورکړل شوې
د دې ادارې د چارواکو په وینا، دا مرسته د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا، د حاصلاتو وروسته د ضایعاتو کمولو او په کرنیزو فعالیتونو کې د موثریت ښه کولو په موخه ده.
دا اقدام بزګرانو سره هم مرسته کوي چې خپل کرنیزې محصولات په ښه توګه خوندي کړي او د حاصلاتو په موسم کې د احتمالي زیانونو مخه ونیسي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې چارواکو ټینګار کړی چې د بزګرانو ملاتړ د کورنیو د ژوند ملاتړ او د سیمه ییزو ټولنو پیاوړتیا ده، ځکه چې د کرنې سکتور په افغانستان کې په اقتصاد او د خوړو رسولو کې بنسټیز رول لوبوي.
د دولت آباد ولسوالۍ بزګرانو هم د دې مرستې هرکلی کړی او دا یې د خپلو کرنیزو محصولاتو د راټولولو او ذخیره کولو پروسې په ښه کولو کې اغیزمنه موندلې ده.