په کویټه کې ځانمرګی برید؛ ۲۰ کسان ووژل او له ۴۰ څخه زیات ټپیان شول
د دید خبري اژانس: د پاکستان سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې نن سهار د کویټې ښار د اورګاډي سټیشن ته څېرمه د امنیتي مرکز ته نږدې یوه زوروره ځانمرګی چاودنه وشوه، چې لږترلږه ۲۰ کسان یې ووژل او له ۴۰ څخه زیات نور یې ټپیان کړل. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امنیتي او روغتوني سرچینو په وینا، نن سهار (یکشنبه) د کویټې د اورګاډي سټیشن ته څېرمه د امنیتي مرکز ته نږدې یوه زوروره ځانمرګی چاودنه وشوه. د چاودنې شدت دومره و چې د ښار په مختلفو برخو کې یې غږ واورېدل شو.
په کویټه کې روغتیايي چارواکو تایید کړې چې تر اوسه پورې ۸ جسدونه له سیمې څخه طبي مرکزونو ته لیږدول شوي او ۳۰ ټپیان درملنه شوي دي. د ځینو ټپیانو حالت جدي بلل شوی دی.
امنیتي ځواکونو د پیښې وروسته د چاودنې ځای محاصره کړی او د برید د عاملینو د پیژندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي. د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان ایالت کې په وروستیو کلونو کې د افراطي او بیلتون غوښتونکو ډلو لخوا ورته بریدونه شوي دي.
ځایي چارواکو وویل چې لومړني تحقیقات ښيي چې د برید هدف د اورګاډي سټیشن ته نږدې یوه امنیتي مرکز وه.