اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه
د طالبانو د لوړ پوړی پلاوی سفر ترکمنستان ته
د دید خبري اژانس: د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان ته سفر کړی ترڅو د ټاپي پروژې او نورو اقتصادي او انرژۍ همکاریو بیاکتنه او بحث وکړي.

په پلاوي کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال اسحاق صاحب زاده او د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالحق همکار شامل دي.
د دې سفر په جریان کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کولو څرنګوالي، د دې پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې استملاک، د صادر شوي ګازو بیه او نورو اړوندو مسلو په اړه بحثونه وشي.
ټاکل شوې ده چې پلاوی د ترکمن ګاز شرکت له تاسیساتو او د ترکمنستان او قزاقستان د ترکمن باشي بندرونو او یو شمیر سرحدي بندرونو څخه هم لیدنه وکړي.