امنیت او حوادثخبرسیمه

پاکستان په بلوچستان کې د ټي ټي پي قوماندان د وژلو اعلان وکړ

د دید خبري اژانس: د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره تړلی یو مهم قوماندان د بلوچستان ولایت په پشین ولسوالۍ کې وژل شوی او د هغه افغان ملګری هم نیول شوی دی.

د پاکستاني امنیتي سرچینو په وینا، عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پشین ولسوالۍ په “شبان” سیمه کې ترسره شوي. د عملیاتو په جریان کې، “بصیر” د “نورالله” زوی، چې ویل کیږي د دې ډلې یو له افغان قوماندانانو څخه و، په نښه او ووژل شو.

د پاکستان امنیتي سرچینو د هیواد رسنیو ته ویلي چې بصیر په امنیتي ځواکونو باندې د څو بریدونو پلان کولو او همغږۍ مسؤل و او همدارنګه یې د هغو نفوذي ډلو مشري کوله چې هڅه یې کوله د شبان سیمې له لارې ننوځي.

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، د دې قوماندان یو افغان ملګری هم د عملیاتو په جریان کې نیول شوی دی.

د پاکستان حکومت د ټي ټي پي غړو لپاره “فتنه الخوارج” لقب کاروي.

امنیتي سرچینو دا هم یادونه وکړه چې د روان کال د فبروري په ۲۲مه، د هیواد امنیتي ځواکونو په پشین ولسوالۍ کې پنځه د ټي ټي پي پورې تړلي ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل، چې ویل کیږي د بصیر تر قوماندې لاندې یې فعالیت کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button