د دید خبري اژانس: د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ درېو میاشتو کې د هغو امریکایي اتباعو شمیر چې روسیې ته سفر کړی وو د تیر کال د ورته مودې په پرتله زیات شوی دی.

د روسیې د TASS خبري اژانس لخوا د بیاکتنې شوي احصایو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه تر مارچ پورې ټولټال ۲۷۴۳ امریکایي اتباع روسیې ته داخل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۱۹۰ ډیر دي.
د راپور له مخې، د دې خلکو نږدې نیمایي، یا ۱،۰۲۷، ویلي چې د دوی د سفر هدف ګرځندوی و. سربیره پردې، ۸۶۱ امریکایي اتباع د شخصي لیدنو لپاره، ۵۴۰ د سوداګرۍ لپاره، او ۲۰۱ د کار لپاره روسیې ته داخل شوي. همدارنګه، ۲۱ تنه د زده کړې لپاره هیواد ته سفر کړی.
دا هم ویل شوي چې ۸۷ تنه روسیې ته د خدماتو پرسونل په توګه داخل شوي او شپږ تنه د هیواد له لارې ترانزیتي تګ درلودلې دي.
ډیری امریکایي مسافر د هوا له لارې روسیې ته داخل شوي؛ په دې توګه ۲۵۶۲ کسان د الوتنې له لارې او ۸۵ کسان د ځمکې له لارې هیواد ته ننوتل.
راپور زیاتوي چې امریکایی اتباع روسیې ته د ننوتلو لپاره ویزې ته اړتیا لري، کوم چې د بلنې پر بنسټ صادریږي. همدارنګه، د ۲۰۲۵ جون له ۳۰، څخه، د مسافرینو لپاره دا لازمي شوې چې د “RuID” سیسټم له لارې “شخصي QR کوډ” ترلاسه کړي.
اوس مهال، د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ مستقیم الوتنې نشته، او مسافر اړ دي چې د تمځایونو سره لارې وکاروي.