خبرنړۍ

د اوربند سرغړونو ته د حزب الله غبرګون؛ په ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې ۱۹ عملیات

د دید خبري اژانس: د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې د مقاومت ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې ۱۹ وسله وال عملیات ترسره کړي دي. دا عملیات د ” اسراییلي رژیم لخوا د اوربند د پرله پسې سرغړونو” په ځواب کې ترسره شوي دي.

د حزب الله په بیان کې ویل شوي چې د اسلامي مقاومت واحدونو د اسراییلي ځواکونو موقعیتونه او غونډې په نښه کړې دي. د بیان له مخې، د حزب الله ډرون الوتکو د “البیاضه” ښار کې د قوماندې مرکز او د “یعارا” ښار کې په یوه پوځي اډه برید وکړ.

حزب الله د “رشاف” په سیمه کې د اسراییلي زغره والو کاروان پر وړاندې د کمین اعلان هم وکړ او اعلان یې وکړ چې د څو ماینونو چاودنې اسراییلي ځواکونو ته مرګ ژوبله او تجهیزات یې زیانمن کړل.

بیان د دې په ویلو سره دوام ورکړ چې د مقاومت ځواکونو د اسراییلي مرکاوا ټانک په نښه کړ او پوځي بلډوزرونه چې په “دیرسریان” او “حداث” سیمو کې کورونه ویجاړول له منځه یووړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button