د دید خبري اژانس: ترکیې اعلان کړی چې د بهرنیو کارګرانو د جذبولو او د هیواد د کار بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د افغان اتباعو لپاره شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کاري ویزې صادرې کړې دي.

ترکي چارواکو اعلان کړی چې هیواد یې په وروستیو میاشتو کې د افغان اتباعو لپاره شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کاري ویزې صادرې کړې دي. دا اقدام د بهرنیو کارګرانو د جذبولو او په ترکیه کې د ځینو اقتصادي او صنعتي سکتورونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوی.
د راپورونو له مخې، د دې ویزو یوه د پام وړ برخه د ساختماني، تولیدي صنعتونو، کرنې، خدماتو او ځینو تخنیکي دندو په برخو کې د فعالیتونو لپاره ځانګړې شوې ده.
ترکي چارواکو ویلي چې په ځینو سکتورونو کې د کارګرانو کمښت حکومت د بهرنیو کارګرانو د استخدام د زیاتوالي لامل شوي دي.