د دید خبري اژانس: نږدې ۲۰۰ پخوانیو کاناډایي ډیپلوماتانو د لومړي وزیر مارک کارني له حکومت څخه وغوښتل چې د اشغال شوي فلسطیني سیمو او لبنان کې د خرابېدونکي وضعیت په ځواب کې د اسراییلي رژیم پر وړاندې “قوي او پراخ” بندیزونه ولګوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۹۰ پخوانیو کاناډایي ډیپلوماتانو په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی چې د جدي نړیوالو بندیزونو له لګولو پرته، اسراییلي رژیم به نړیوال قانون او بشري حقونه له پامه غورځوي او د میشت ځایونو د پراخولو لپاره به خپل پلانونه پرمخ بوځي.
په لیک کې دا هم ویل شوي چې که څه هم کاناډا د حزب الله پر وړاندې د اسراییلو امنیتي اندیښنې درک کوي، خو د ښارونو بشپړ ویجاړول او په لبنان کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی “د نړیوال قانون جدي سرغړونه” ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو اونیو کې د اسراییلي رژیم لخوا د غزې او لبنان د بمبارۍ په اړه نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي. اسراییلي رژیم د اوربند تړون سره سره په غزه او لبنان کې پر ملکي وګړو خپل بریدونو ته دوام ورکړي دي.