افغانستانخبر

د ۱۴۰۵ کال د کانکور لومړۍ دوره په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوه

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د عمومي ازموینو دفتر د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال کانکور لومړۍ دوره رسمي پیل اعلان کړ او ویې ویل چې د نوماندانو بایومیټریک بشپړه شوې او په دې ولایتونو کې به د ازموینې پروسه سبا هم دوام وکړي.

د عمومي ازموینو دفتر نن، د پنجشنبې، د ثور (غویي) په ۲۴مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال کانکور لومړۍ دوره په رسمي ډول د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوې ده. د ازموینو دا پړاو به په میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان، غور او د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې ترسره شي.

د دفتر په وینا، د ګډونوالو د بایومیټریک پروسه د ثور (غویي) په ۲۲مه او ۲۳مه بشپړه شوه، او ټاکل شوې ده چې د کانکور ازموینه سبا هم په دې ولایتونو کې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button