اسلایدشوافغانستانخبر

د اماراتو حکومت ایران ته د افغان توکو په لېږدولو نوي بندیزونه ولګول

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یوه غړي اعلان وکړ چې متحده عربي اماراتو ایران ته د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه نیولې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي “خان جان الکوزي” اعلان وکړ چې متحده عربي اماراتو د جبل‌علي بندر څخه د ایران بندرونو ته د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه: “دا توکي به د ایران له لارې نورو هیوادونو ته د لېږد اجازه هم ورنکړل شي.”

په لویدیځه آسیا کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره، الکوزي وویل چې په سیمه کې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ شبکه له جدي ګډوډۍ سره مخ شوې او د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه په جبل‌علي بندر کې پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو نږدې ۱۵۰۰۰ کانټینرونه ودرول شول، چې په پایله کې یې د توکو په مالکینو باندې د ګودامونو او مالیاتو دروند لګښت ولګول شو او ډیری سوداګر اړ شول چې د خپل ملکیت یوه برخه پریږدي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د یوه غړي په وینا، ځینې دغه کانټینرونه د بندر عباس، چابهار او جبل‌علي له لارې افغانستان ته لیږدول شوي دي، خو د توکو لویه برخه لاهم په جبل‌علي بندر کې پاتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button