افغانستانخبر

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کمیټې جوړول

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کمېټه رسماً پرانیستله.

د سوداګرۍ خونې نن سې شنبه (د ثور ۱۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې دغه کمېټه به د هېواد د ګاڼو او قیمتي ډبرو د صنعت د ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د دغې کمېټې د جوړولو کار یې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو، صادرونکو او پروسس کوونکو د ستونزو د هواري په موخه کړی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، نوې جوړه شوې کمېټه به د دې سکتور د فعالانو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کولو، د بازارونو د پراختيا، د صادراتو د زياتوالي او د افغاني قيمتي ډبرو د پروسس د بهير د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه زېرمې لري او چارواکي په دې باور دي چې د دې سکټور وده په هېواد کې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button