د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ چې د راستنیدونکو کډوالو د منلو او ځای پر ځای کولو لپاره “بشپړ امکانات” شتون لري او حکومت کولی شي هره ورځ د ډیرو راستنیدونکو کډوالو اداره او خدمات وړاندې کړي.

فطرت په یوه پیغام کې وویل چې افغان کډوال د تورخم په پوله کې د پاکستان لوري ته د “بیلا بیلو بهانو لاندې” د ورځو لپاره ساتل کیږي، دا هغه مسله ده چې د هغه په وینا د ښځو، ماشومانو او لویانو لپاره یې بشري ستونزې زیاتې کړي دي.
هغه زیاته کړه: “زموږ هیله دا ده چې افغان کډوال د کرښې بلې غاړې ته پاتې نشي. موږ د کډوالو د جذبولو او ځای پر ځای کولو لپاره بشپړ اسانتیاوې لرو.”
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند هم ټینګار وکړ: ” هره ورځ هر څومره افغان کډوال چې خپل هیواد ته راشي موږ کولی شو اداره او خدمت وکړو.”
فطرت په نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ غږ وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي ترڅو د هغه په وینا، د افغانانو لپاره “هیڅ ستونزه رامینځته نشي” او د دوی د راستنیدو پروسه له ځنډ سره مخ نه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې راستنیدونکي کډوال په هیواد کې د کورونو، روغتیایی خدماتو، د نجونو د زده کړې بندیز او بې کارۍ په اړه نیوکې کوي.