د دید خبري اژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په پېښور کې د امریکا د قونسلګرۍ د تدریجي تړلو پروسه پیل شوې ده.

د اعلان له مخې، د خیبر پښتونخوا ولایت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو مسؤلیت به په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ته وسپارل شي.
په اعلان کې ویل شوي چې دا پریکړه د ډیپلوماټیکو پرسونل د خوندیتوب او د سرچینو د اغیزمن مدیریت ډاډمن کولو لپاره شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې هیواد به یې د خیبر پښتونخوا له خلکو او چارواکو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سیمه ایز امنیت ملاتړ او د امریکا د خلکو د ګټو د ښه والي لپاره په دوامداره توګه همکاري وکړي.
دا هم ویل شوي چې په اسلام آباد، کراچۍ او لاهور کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه به خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د امریکا او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې به کلیدي رول ولوبوي.