اسلایدشوافغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

د طالبانو د حکومت پلاوی به د روسیې-اسلامي نړۍ په کلني فورم کې ګډون وکړي

د دید خبري اژانس: ریانووستي په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز د مشر رستم حبیبولین له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت ۱۵ غړي به د روسیې-اسلامي نړۍ په فورم کې چې په کازان ښار کې جوړیږي ګډون وکړي.

د هغه په ​​وینا، د افغانستان-روسیې د ګډ اقتصادي کمیسیون لومړۍ غونډه به هم د فورم په څنډه کې ترسره شي. دا غونډه به د افغانستان څخه نورالدین عزیزي او د روسیې څخه رستم حبیبولین په ګډه مشري وکړي.

دا غونډه به د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او لوژستیک، انرژۍ او له افغانستان څخه د کارګرانو د جذب په څیر مسلو په اړه بحث وکړي.

د روسیې-اسلامي نړۍ فورم هر کال د تاتارستان جمهوریت په پلازمینه کازان کې ترسره کیږي او د اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د مسکو او اسلامي هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو له خورا مهم پلیټ فارمونو څخه ګڼل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button