د دید خبري اژانس: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږلو پروسه په منظم ډول دوام لري او زرګونه حاجیان لا دمخه مدینې ته رسیدلي دي.

د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږلو پروسه په منظم ډول او د مهالویش سره سم دوام لري.
وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې تر دې دمه په ۴۶ الوتنو کې ۱۴۲۹۳ افغان حاجیان مدینې ته لیږدول شوي دي.
د وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د حاجیانو د لیږد پروسه پرته له کوم خنډ څخه روانه ده او هڅې روانې دي چې دا پروسه څومره چې امکان ولري اسانه کړي.
د دوی په وینا، د هیواد په لویدیځ زون کې پاتې حاجیان به ډیر ژر د هرات هوایی ډګر له لارې په ځانګړو الوتنو کې مدینې ته واستول شي.
د حج او اوقافو وزارت همدارنګه زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د کندهار او هرات ولایتونو څخه جدې ته د حاجیانو مستقیم الوتنې هم پیل شي ترڅو د حاجیانو د لیږد بهیر ګړندی شي.
وزارت یادونه وکړه چې سږ کال د حج مراسمو لپاره د افغانستان کوټه ۳۰،۰۰۰ کسانو ته ټاکل شوې ده، او دا ټول حاجیان به په مرحلو کې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د چارواکو په وینا، سږ کال د افغان حاجیانو لیږد به د اریانا افغان او کام ایر هوایی شرکتونو لخوا ترسره شي، او د سفر په جریان کې د حاجیانو د آرامۍ او خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.