افغانستانخبر

په لوګر کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې دوه عاملین ونیول شول

د دید خبري اژانس: د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د دې ولایت په حصارک کلي کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د لوګر ولایت د مطبوعاتي او عامه اړیکو دفتر نن پنجشنبه (د ثور ۱۰مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې نیول شویو کسانو د تحقیقاتو په جریان کې د دې جرم په کولو اعتراف کړی دی.

دا پیښه د تیرې دوشنبې په ماښام د ولایت مرکز ته نږدې رامنځته شوه چې په پایله کې یې یو پلار، مور او دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

چارواکي وايي چې نیول شویو کسانو د لومړنیو تحقیقاتو په جریان کې د دې جرم په کولو اعتراف کړی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې وژنې اصلي انګېزه غلا وه او عاملینو کور ته له ننوتلو وروسته د کورنۍ د غړو له خوا د پیژندلو له امله ووژل.

د سرچینو په وینا، د تورن قضیه د نورو څیړنو او سزا لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده.

د لوګر امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې د امنیت د تامین او د جرمونو د مخنیوي لپاره به جدي اقداماتو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button