اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

تاشکند له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي

د دید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر په تاشکند کې د دې هېواد د والیانو په غونډه کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

تاشکند له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي
په تاشکند کې د دې هېواد د ولایتونو له والیانو سره په غونډه کې، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له دې هېواد سره نږدې همکاري به د دواړو خواوو لپاره ګټوره وي.

د ګاونډیتوب اړیکو ته په اشارې سره، هغه وویل چې د افغانستان خلک بډایه کلتور او د سخت کار روحیه لري، او له دوی سره دوستانه او ورورګلویزې اړیکې باید پیاوړې شي.

په دې غونډه کې، د سرخان دریا ولایت والي اعلان وکړ چې سږکال د دې ولایت د یو ملیارد ډالرو صادراتو نیمایي برخه افغانستان ته د لیږلو هدف لري.

د فرغانه والي هم د پانګونې پروژو پراختیا او افغانستان ته د صادراتو زیاتولو لپاره د ولایت چمتووالی اعلان کړ.

د اندیجان والي دا هم وویل چې ولایت یې له افغانستان سره د ۱ ملیارد ډالرو صادراتو قرارداد لري، چې له مخې به یې په ۲۰۲۶ کال کې د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت توکي او خدمات افغانستان ته واستول شي.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۶۷۸ ملیارد ډالرو ته ورسېد، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button