افغانستانخبرفایلونهنړۍکډوالي

له جرمني څخه کابل ته د افغان کډوالو د یوې ډلې ایستل

د دید خبري اژانس: د کډوالۍ د سختو پالیسیو په دوام کې، د جرمني حکومت د جرمونو په تور د افغان کډوالو یوه ډله کابل ته راستنه کړې ده.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، یوې چارټر الوتکې یو شمېر افغان کډوال له جرمني څخه کابل ته لېږدولي دي.

ویل کیږي چې دا کسان د جرمني چارواکو لخوا د مختلفو جرمونو په ترسره کولو تورن شوي دي.

دا اقدام د برلین د نوي پالیسۍ یوه برخه ده چې د جرمي سابقه لرونکو کډوالو شړل دي؛ یوه پالیسي چې د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالۍ فعالینو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button