خبرخبرې اترېنړۍ

د چین دفاع وزیر روسیې ته سفر کوي

د دید شوی خبري اژانس: د چین دفاع وزارت اعلان کړی چې د هیواد دفاع وزیر دونګ جون به د اپریل له ۲۳ څخه تر ۲۸ پورې روسیې او قرغزستان ته سفر وکړي.

د چین دفاع وزیر روسیې ته سفر کوي
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا سفر د کوربه هیوادونو په رسمي بلنه ترسره کیږي او دونګ جون به د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) غړو هیوادونو د دفاعي ادارو د مشرانو په غونډه کې هم برخه واخلي. دا غونډه به د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې ترسره شي.

د بیان له مخې، د دې سفر په څنډه کې، د چین دفاع وزیر به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د پلاويو له مشرانو سره وګوري او د نړیوال او سیمه ایز وضعیت او همدارنګه د دفاعي او امنیتي همکارۍ د امکاناتو په اړه به نظرونه تبادله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button