اسلایدشوخبرنړۍ

اووه اروپايي هېوادونو د اسراییلو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې، د فرانسې او سویډن په ګډون اوه غړو هېوادونو د اسراییلو رژیم پر وړاندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د “EUobserver” د راپور له مخې، فرانسه او سویډن، د اروپايي ټولنې د پنځو نورو هېوادونو سره یوځای، هڅه کوي چې د اسراییلو پر وړاندې بندیزونه ولګوي. د سویډن لخوا د وزیرانو د غونډې لپاره چمتو شوی یو مسوده لیک، چې د اسراییلو د میشت ځایونو د محصولاتو د واردولو بندیز وړاندیز کوي.

ټاکل شوې ده چې دا موضوع د اپریل په ۲۱مه په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بحث شي.

د اروپايي ټولنې شورا په تیرو دوو کلونو کې د اسراییلو پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د لګولو په اړه په مکرر ډول بحث کړی، خو تر اوسه پورې د ټولو غړو لخوا د موافقې وړ پریکړې ته رسیدو کې پاتې راغلی دی.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د اسراییلو رژیم سره د چلند په اړه اختلافات دوام لري. اسپانیا هم په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې پر اسراییلو بندیزونه ولګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button