خبرنړۍ

لاوروف: د فلسطیني دولت د جوړولو چانس ورځ په ورځ کمېږي

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو چانس ورځ په ورځ کمېږي

لاوروف نن دوشنبه (حمل ۳۱) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اسراییلي چارواکو لخوا داسې څرګندونې کیږي چې داسې دولت به هیڅکله جوړ نشي.

لاوروف دا پرمختګونه د اندیښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا ډول دریځونه کولی شي د دوه اړخیز حل لپاره امکانات نور هم کمزوري کړي.

د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو مسله په منځني ختیځ کې د اوږدې مودې شخړې یو له اصلي محورونو څخه دی، کوم چې لاهم له جدي سیاسي او ډیپلوماتیکو ننګونو سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button